غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان د ښه تطبیق او د لمانځه د غوره اداینې او فضیلت په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان د ښه تطبیق، د لمانځه د سمې اداینې، فضیلت او ارزښت په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.
د دغه سمینار موخه د پوهنتون د استادانو او کارکوونکو د دیني پوهاوي لوړول، د لمانځه د ادا کولو په برخه کې د شرعي لارښوونو مراعات او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا وه.
چې پرمهال یې د لمانځه پر شرعي اهمیت، فضیلت او د لمانځه پر سم او پر وخت ادا کولو، په ورځني ژوند کې د لمانځه پر مثبت اغېز مکمل معلومات وړاندې شول؛ او همداراز د لمانځه د اقامې فرمان پر عملي تطبیق ټینګار وشو تر څو د یاد فرمان هره توصیه تر ښې کتنې وروسته د لمانځه پرمهال عملي او لمونځ په غوره توګه ادأ شي.
هېره دي نه وي چې غزني پوهنتون د خپلو علمي او اداري فعالیتونو ترڅنګ، د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د کارکوونکو د دیني پوهاوي لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۵/۰۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۲۸ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۲۰م
