غزني پوهنتون عمومي رئیس د ولایت مقام په تالار کې د نظارت او مراقبت تر عنوان لاندې جوړ شوي پنځه ورځني سمینار کې ګډون وکړ.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۰
bn

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٦ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ولایت مقام په تالار کې د نظارت او مراقبت په اړه جوړ شوي سمینار کې ګډون وکړ. دغه سمینار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت له لوري د د دغه ولایت د ټولو ریاستونو مسؤلینو ته د دولتي ادارو د څارنې، شفافیت او ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه په لاره اچول شوی.
د سمینار پر مهال د نظارت او مراقبت د عملي لارو چارو، د شفافیت د لوړولو، د اداري فساد د مخنیوي او د دولتي پروژو د کیفیت د خوندي کولو په اړه مفصل بحث وشو.
ګډونوالو د پای په برخه کې پرېکړه وکړه چې د دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ، د څارنې منظم میکانیزمونو او د ظرفیت لوړونې دوامداره پروګرامونو ته به جدي پاملرنه کېږي، تر څو د ټولنې د خدمت کیفیت لا ښه شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۰
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د ولایت مقام په تالار کې د نظارت او مراقبت تر عنوان لاندې جوړ شوي پنځه ورځني سمینار کې ګډون وکړ.

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٦ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ولایت مقام په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

غزني پوهنتون کې د (ځوان نسل فکري روزنې کتاب) سیالۍ د ترسراوي په موخه ځانګړې کمېټه جوړه او د کمېټې غړو ته د سیالۍ د ښه ترسره کولو په موخه ځانګړي مسؤلیتونه وسپارل شول.

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٦ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د «ځوان نسل  فکري روزنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۵۰
Background image

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي استادانو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نوې چوکاټ د تشریح په موخه څلور ورځنې معلوماتي سمینار پیل شو.

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٤ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٥ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د استادانو مسلکي انکشاف آمریت  له لوري د شرعیاتو پوهنځي. . .

BACK TO NEWS