د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غزني پوهنتون کې ستري غونډي ته د وینا تر څنګ د دغه پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او د محصلینو له نمائنده ګانو سره جلا جلا ناستي وکړې او د هغوی غوښتني او ستونزي یې له نیژدې واوریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۲۳
kl

دوشنبه : ۱۶/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۸/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۸/نوامبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم غزني ولایت ته د رسمي سفر پرمهال په غزني پوهنتون کې په همدې پار جوړ شوو شاندارو مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او د محصلینو له نماینده ګانو سره د جلاجلا ناستو په ترڅ کې د هغوی غوښتني او مشکلات له نیژدې واوریدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

ننۍ غونډه چې پکي د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم او ورسره مل پلاوي، د غزني ولایت والي حافظ محمد آمین عمري او ورسره مل پلاوي، د امنیه قومنداني قومندان او امنیتي غړو، د ولایتي ادارو رئیسانو، د جهادي مدرسې استازو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی وو غونډه د کلام الله په مبارکو آیاتونو پیل.

ورپسې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، غزنی یو تاریخي ولایت وباله او د علم د ارزښت په تړاو یې وویل، چې انسان په خپل ژوند کې دوه هدفه تعقیبوي، یو اصلي هدف دی او بل هغه هدف دی چې د اړتیا په اساس ټاکل کیږي او رسېدل ورته د علم له لارې ترسره کیږي.

هغه د محصل اهمیت ته په اشارې وویل: «موږ نه غواړو چې له تاسو نظامي عسکر او یا د مدرسې طالبان جوړ کړو، بلکې غواړو چې ته داسې انجنیر یا ډاکټر شې چې د خپل مسلک ترڅنګ په دین او قرآن هم پوه شې، څو په پوره ایماندارۍ له خپل مسلک څخه دفاع او له دې لارې د دین او خلکو خدمت وکړې.»

نوموړي دغه راز وويل، له لاسه وتلي اسلامي ارزښتونه را ژوندي کول، د دین پیروي او د خلکو تر منځ اتحاد او اتفاق رامنځته کول د اسلامي نظام غوښتنه ده او له محصلينو يې وغوښتل، چې نصيحتونو ته جدي پاملرنه او د خپلو درسونو په څېر تعقیب کړي.

د لوړو زده کړ سرپرست وزیر همداراز وویل چې امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ما څخه وغوښتل چې یو داسې محصل ولرم چې لوړ سند او ښه عملنامه ولري، هغه زیاته کړه چې محصل باید په خپل مسلک کې لیاقت او استعداد او د مسلک تر څنګ بايد د خپل دين په برخه کې هم کار وکړي او په ديني چارو کې ځان پوه کړي، څو ښه دنيا او آخرت ولري.

وروسته د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد آمین عمري غونډي ته، د خبرو پر مهال شېخ صاحب ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ، ورڅخه مننه وکړه چې وخت په وخت یې د محصلینو ستونزو ته رسیده ګي کړي ده او د دوی ستونزي یې له نېژدې اوریدلي او زیاته یې کړه چې اوس په ټول هیواد کې سرتا سري امن دي نو هر څوک کولای شي زده کړو کاروبار او خپل ژوند ته د امن په فضأ کې دوام ورکړي او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې اوس باید خپل هیواد، ولایت او خپلي ټولني ته خدمت وکړو او د ابادي لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړو.

همدارنګه د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ننۍ غونډي ته د خبرو پرمهال وویل چې د مؤمن مسلمان صفت امربالمعروف او نهي عن المنکر ده، او زیاته یې کړه چې د غزني پوهنتون مسؤلینو، استادانو، کارمندانو او محصلینو د خپلو امراوو توصیو ته لبیک ویلي او خپل ځانونه یې په شریعت برابر کړي او یادونه یې وکړه چې مخکي د پوهنتون او مدرسې ترمنځ چې کوم فکري بعد راغلی وو د اسلامي نظام په راتګ سره ختم او ترڅنګ یې ورورګلوي، اخوت، مینه او محبت راغلی، نو اوس یې باید د علم، پوهي او قلم په واسطه همداسي وساتو.

او په اخیر کې د جهادي مدرسې معاون مفتي احمد سعید وویل چې اسلام د فطرت، ورورګلوي او پرمختګ دین ده نو باید اسلام د ژوند په هره برخه کې تطبیق کړو او ویې ویل چې موږ تاسو باید د نظام د حفاظت ترڅنګ خپل فرهنګ وساتو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۴
Background image

د تاریخ څانګې ۱۹ تنه محصلینو د هېواد د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو د نیږدې لیدنې په موخه بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ.

غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي، د تاریخ څانګې ۱۹ تنو محصلینو د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو د نیږدې پېژندنې او علمي مطالعې په موخه د بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سیر پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۸۴۸ زره افغانیو په ارزښت دوه مهمې پروژې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کرنې پوهنځي لپاره څېړنیز فارم شامل دی، چې په شل جریبه ځمکه جوړ شوی او د دویم فاز چارې به یې د روان کال په جریان کې پیل شي. همدارنګه، بله پروژه د غونډو عمومي تالار دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د اداري چارو د لا منظموالي، چټکتیا او ډیجیټلي کېدو په موخه، اداري کارکوونکو ته د ډیټابېس مدیریت لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

 د علمي چارو مرستیال د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال له کارکوونکو څخه د فعال او منظم ګډون غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو پراختیا د پرمختللې ادارې له. . .

BACK TO NEWS