د غزني پوهنتون رهبري او د غزني ولایت د اطلاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت څخه راغلي هئیت د اقتصاد پوهنځی له محصلینو سره په هیواد کې د بېکاري د مخنیوي او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ایجادولو په موخه وکتل.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۳۹
as

سه شنبه: ۲۸/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۱۰/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۱/اكتوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون رهبري او د یاد ولایت د اطلاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت څخه راغلي هئیت د اقتصاد پوهنځی له محصلینو سره په هیواد کې د بېکاري د مخنیوي او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ایجادولو په موخه وکتل.

پدغه کتنه کې راغلي هيئت په هیواد او ټولنه کې د ځوانانو د کاري بوختیا او د بې کاري د له منځه وړلو اړوند نظرونه شریک کړل او ددغې ستونزې د عواملو او منطقې حل په موخه ئې محصلینو ته پوښتنپاڼې ورکړې ترڅو ددغو پوښتنپاڼو د ځوابولو او د ځوانانو د نظر اخیستلو له لاري دغي ستونزي د حل لاري ولټول شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

غزني پوهنتون د محصلینو د عملي زده کړو، فکري ودې او علمي تجربو د پراختیا په موخه د تیر سمستر پر مهال ۱۶۴ تنه محصلین د هیواد مختلفو پوهنتونونو او تاریخي سیمو ته په علمي سفرونو لیږلي دي.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت د منظم پلان پر اساس د محصلینو د عملي زده‌کړو، فکري ودې، علمي تجربو د پراختیا او له ټولنې، تاریخي میراثونو او علمي چاپېریال سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

غزني پوهنتون کې له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې فرمان ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي او اداري ارزښتونو د لا پیاوړتیا او د نافذه قوانینو د ښه تطبیق په موخه، له علمي کادر، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د نبوي سیرت، سنتو د پیروۍ او د وظیفوي غفلت د زیانونو په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني، اخلاقي او مسلکي پوهاوي د لوړولو په موخه د «د رسول الله ﷺ د مبارک ژوند، طریقې او سنتو د پیروۍ ارزښت او له شریعي اړخه د وظیفوي غفلت. . .

BACK TO NEWS