غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د مالي پوهاوي د کچې لوړولو او د معاصرو مالي خدمتونو د پېژندنې په موخه د پیسو، برېښنايي تادیاتو او مني ګرام د رول په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د مالي پوهاوي د کچې لوړولو او د معاصرو مالي خدمتونو د پېژندنې په موخه د پیسو، برېښنايي تادیاتو او «مني ګرام» (MoneyGram) د رول په اړه معلوماتي او عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د پیسو د ارزښت او اهمیت، برېښنايي تادیاتو د څرنګوالي، د مالي راکړې ورکړې د اسانتیاوو او د مني ګرام له لارې د پیسو د لېږد او ترلاسه کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د اقتصاد پوهنځي د مسؤلینو په وینا د دغه سمینار موخه د محصلینو د مالي پوهې پیاوړتیا، د برېښنايي تادیاتو له معاصرو لارو سره د هغوی بلدتیا او د خوندي او اغېزمنو مالي خدمتونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول وو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۶/۱۲ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۹/۰۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۲۳م
