غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنیار مصطفی رحیمي وړاندې کړ، چې پرمهال یې د مصنوعي ځیرکتیا د نوې ټکنالوژۍ اهمیت، په علمي څېړنو کې د هغې اغېزمنې کارونې، د معلوماتو راټولولو او تحلیل اسانتیاوو، د علمي لیکنو د کیفیت لوړولو او د څېړنیزو چارو د چټکتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ او همداراز یې ګډونوالو ته د مصنوعي ځیرکتیا له بېلابېلو وسایلو او امکاناتو سره د بلدتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په ورته وخت کې د علمي څېړنو او مجلې مرستیال دغه معلوماتي سمینار ګټور او اړین وبلل او له ټولو استادانو څخه يې د فعاله او پراخ ګډون غوښتنه یې وکړه.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۷/۱۲/۲۸هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۲۴هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۴م
