غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sun, Jun 14 2026 2:11 PM
fr

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنیار مصطفی رحیمي وړاندې کړ، چې پرمهال یې د مصنوعي ځیرکتیا د نوې ټکنالوژۍ اهمیت، په علمي څېړنو کې د هغې اغېزمنې کارونې، د معلوماتو راټولولو او تحلیل اسانتیاوو، د علمي لیکنو د کیفیت لوړولو او د څېړنیزو چارو د چټکتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ او همداراز یې ګډونوالو ته د مصنوعي ځیرکتیا له  بېلابېلو وسایلو او امکاناتو سره د بلدتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې د علمي څېړنو او مجلې مرستیال دغه معلوماتي سمینار ګټور او اړین وبلل او له ټولو استادانو څخه يې د فعاله او پراخ ګډون غوښتنه یې وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
یکشنبه 
۱۴۴۷/۱۲/۲۸هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۲۴هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۴م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS