غزني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو د معاون پوهنمل عبدالمتین میاڼي لنډه پېژندنه

پوهنمل عبدالمتین میاڼی د حاجی عبدالصمد زوی په ۱۳۷۲ هجري لمریز کال د جدي د میاشتي په لسمه نیټه د غزني ولایت، اندړو ولسوالۍ د حکیم خان کلا کلي په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ دیني زده کړي یې د خپل کلي د جومات له ملا امامانو څخه تر لاسه کړې دي. د لومړنیو دیني زده کړو له ترلاسه کولو وروسته په ښوونځي کې شامل شو. د ښوونځي ابتدایي دوره یې د اندړو ولسوالۍ د اکاخیلو په ښوونځي کې او منځنی دوره یې د دې ولسوالۍ د سلطان محمد یعقوب په ښوونځي کې پای ته رسولې دي. وروسته د ښوونځي د لېسي دورې د بشپړولو په موخه د غزني مرکز د سید احمد مکه یي په لېسه کې شامل او له دې لېسې څخه په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې فارغ شو. له فراغت سره سم یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ، چې له نېکه مرغه د غزني پوهنتون، کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګي ته بریالی او په ۱۳۹۲ کال کې له یاد پوهنتون څخه په لمړۍ درجه فارغ شو. له فراغت سره سم د آزادي سیالۍ د ازموینې له لاري د خوست شیخ زاید پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه مقرر شو، د تقرر څخه وروسته یې د تدریس تر څنګ د یاد پوهنتون په ټولو علمي چارو کې فعاله ونډه اخیستله. وروسته د غزني پوهنتون د مشرتابه او استادانو د پرله پسي غوښتنو په اساس په ۱۳۹۷ کال کې د غزني پوهنتون ته راتبدیل او له تبدیلېدو سره سم ایران هیواد ته د ماسټرۍ زده کړو د تر لاسه کولو په موخه ولاړ او د یاد هېواد د شهرکرد نړۍوال پوهنتون د کرنې پوهنځي د کلیوالي پرمختیا (Rural development) په څانګه کې شامل او په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې یې د ماسترۍ دوره په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسوله او بیرته ډکي منګولي خپل هېواد ته راستون شو. وروسته په ۱۴۰۱ کال کې د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاون په توګه مقرر شو، په یاد معاونیت کې له یو نیم کلن خدمت څخه وروسته په ۱۴۰۲ کال کې  دغزني پوهنتون د علمي څېړنو د معاون په توګه مقرر شو.

 

نوموړی د علمي څېړنو معاونیت د چارو د تر سره کولو تر څنګ د پوهنتون په علمي، رهبري او اداري شوراګانو کې فعال ګډون اخلي. د دې تر څنګ د پوهنتون په سطح د ځینو مهمو کمیټو لکه د څېړنو کمېټه، د علمي نشراتو کمېټه، د تضمین کیفیت کمېټه، د ستراتیژیک پلان کمېټه او نورو کې غړیتوب لري. همدارنګه د غزني پوهنتون د علمي څېړنیزي مجلې د ټولنیزو علومو د جګپوړي مدیر د فعالیتونو د پرمخ بیول مسئولیت هم ور په غاړه دی.

پوهنمل عبدالمتین میاڼی د دوو داخلي مقالو تر څنګ د اوو په شاوخوا کې نړۍوالي مقالې لري، چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو لکه ایران، هسپانیه، انګلستان، ترکیه او نورو هېوادونو په معتبرو ژونالونو کې یې په چاپ رسولې دي. د دې تر څنګ د ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې یې  (په ټولنیزو علومو کې د څېړنې د میتودونو) په نوم کتاب هم له چاپ څخه راووت، او یاد کتاب د پوهې د مینوالو له تود هرکلي سره مخ شو.

ځیني اړین معلومات

د علمي څېړنو معاون: پوهنمل عبدالمتین میاڼی

استاد: د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا د څانګي استاد

بریښنالیک پته: Abdulmatin1397@gmail.com

مبایل شمیره: 0776100879 / 0729336593

د دندي پته: غزني ښار، قلعه جوز، غزني پوهنتون، د انجینري پوهنځي بلاک، د علمي څېړنو معاونیت، درېیم پوړ، اطاق شمیره ۲۴.

تشکیلاتی چارت