غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د ۱۴۰۵ هـ ش کال د تطبیقي پلان د انکشاف په موخه د نظر غوښتنې او تشریح سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمېټې له لوري مسؤلینو، استادانو او د پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د تطبیقي پلان د انکشاف او لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه، د نظر غوښتنې او تشریح علمي سمینار ترسره شو.
د یاد سمینار موخه د پوهنتون د تطبیقي پلان تشریح او د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د تطبیقي پلان په اړه د بېلابېلو برخو د نظرونو راټولول او د عملي کېدو لپاره یې د روښانه تګلارې وړاندې کول وو.
د سمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د تطبیقي پلان انکشاف د پوهنتون د پرمختګ لپاره یو مهم بنسټ دی، او د ټولو اړخونو نظرونه کولی شي دا پلان لا پیاوړی او عملي کړي. هغه زیاته کړه چې د علمي، اداري او زیربنایي برخو پراختیا د پوهنتون له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
وروسته د ستراتیژیک پلان کمېټې مسؤل ښاغلي استاد پوهندوی محمد مسعود نېکنام د پوهنتون د ۱۴۰۵هـ ش کال د تطبیقي پلان مهم ټکي، اهداف او لومړیتوبونه په تفصیل سره تشریح کړل. چې په دغه پلان کې د تدریس د کیفیت لوړول، د څېړنو پراختیا، د زیربناوو ښه کول او د محصلینو د خدماتو پیاوړتیا هغه مهم موارد وو چې پرې تمرکز شوی و.
په پای کې ګډونوالو هم د علمي څېړنو د پیاوړتیا، د عصري تدریسي میتودونو او محصلینو د درسي اسانتیاوو او خدماتو د ښه والي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
د سمینار په پای کې ټینګار وشو چې د ټولو راټولو شوو نظریاتو پر بنسټ به د ۱۴۰۵ هـ ش کال تطبیقي پلان بیاکتنه او اصلاح شي، څو د پوهنتون اړتیاوو او د وخت غوښتنو ته په کتو یو عملي او اغېزمن سند ترتیب شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۰ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۳۰ مه
