غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اداري ناسته د پوهنتون د اداري خدماتو د لا اغېزمنتیا او راتلونکو پلانونو په موخه ترسره شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۵۸
ft

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د یاد معاونیت اړوند د ټولو آمرینو او مدیرانو په ګډون یوه مهمه اداري ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذوالهادي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د پوهنتون د اداري خدماتو د لا اغېزمنتیا، د کار نظم او انسجام، د اداري شفافیت او حساب ورکونې په برخه کې د راتلونکو پلانونو پر اهمیت خبرې وکړې. او د قرآني آیت په ذکر کولو سره یې وویل چې موږ تاسو باید د چارو په ترسره کولو کې له الله تعالی څخه ووېریږو او له ریښتینو کسانو څخه سو. او راسپارل شوي مسؤلیتونه د صداقت او ایماندارۍ له مخې سرته ورسوو.
همدارنګه د غونډې پر مهال د اداري پروسې د چټکتیا، د تدارکاتي سیستم د لا پیاوړتیا، د چاپېریال د منظم ساتنې، په پوهنتون کې د روانو زیربنایې پروژو منظم نظارت او د کارونو پر خپل وخت کولو اړوند بحث او خبري اتري او اړوند کار کوونکو ته خپل خپل کارونه وسپارل شول.
مسوولینو خپله ژمنتیا څرګنده کړه چې د لوړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به په ګډه همکاري او هڅې زیاتوي او د پوهنتون د ودې او پرمختګ لپاره به منظمه توګه کار کوي.
د غونډې په پای کې شیخ صاحب له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او د ترسره شویو پرېکړو د دقیق تطبیق غوښتنه یې وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه، ۳ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳
Background image

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ۱،۲۳۰،۲۶۴ افغانۍ عواید راټول کړي؛ او د اسلامي امارت بودیجې ته یې سپارلي دي.

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ( ۱،۲۳۰،۲۶۴ یو میلیون، دوه لکه، دیرش زره، دوه سوه، څلور شپېته ) افغانۍ عواید راټول کړي او د اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. . .

BACK TO NEWS