غزني پوهنتون کې استادانو ته د اصلاحي درسونو په لړ کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په تفصیلي ډول تدریس او تشریح شو.
غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لورې استادانو ته د اصلاحي درسونو په لړ کې نن ورځ د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په تفصیلي ډول تدریس او تشریح شو.
دغه درسي پروګرام چې د دعوت او ارشاد آمریت له خوا تنظیم شوی، پکې د ټولو پوهنځیو استادانو ګډون کړی و. د یادو درسونو پر مهال عمومي رئیس د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ارزښت، شرعي بنسټونو او ټولنیز رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اسلامي ټولنې د اصلاح یو اساسي اصل دی او علمي بنسټونه، په ځانګړي ډول پوهنتونونه، باید د دې ارزښتونو د ترویج او عملي کولو په برخه کې مخکښ رول ولوبوي؛ او همداراز یې استادانو ته د دغه قانون مهمې مادې تشریح او د عملي تطبیق لارې چارې یې بیان ورته بیان کړې، څو استادان وکولای شي دا مفاهیم خپلو محصلینو ته په سمه او اغېزمنه بڼه انتقال کړي.
د یادونې وړ ده چې دا ډول روزنیز او اصلاحي درسونه د یو منظم مهالوېش له مخې ترسره کېږي چې موخه یې د علمي کادرونو د فکري او اخلاقي ظرفیت لوړول دي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۳ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۱ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۳۱ مه
