د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د ۱۴۰۳ ه.ش کال د څلورم ټولګي د ریاضي څانګي د محصلینو د پایلیک ( مونوګراف) دفاع ګاني پیل شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۳۳
af

سه شنبه: ۲۸/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۱۰/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۱/اكتوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د ۱۴۰۳ ه.ش کال د څلورم ټولګي د ریاضي څانګي د محصلینو د پایلیک ( مونوګراف) دفاع ګاني پیل شوې د دغو مراسمو د پیل سره سم د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي فارغو محصلینو ته مبارکې وویله او له دوي څخه یې غوښتنه وکړه چې په دغو زده کړو بسنه ونه کړي او د لا پرمختګ لپاره دي خپلي زده کړي د ماستري او دوکتورا تر کچي پوري ورسوي او همدارنګه په خپلو وظایفو کې دي نظام او هیواد ته ژمن پاتي شي او خپلي چاري دي د پوره اخلاص او ایماندارۍ له مخي ترسره کړي او دغو محصلینو ته یې په هره برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او له استادانو یې مننه وکړه چې په اسلامي او ښه روحیه سمبال محصلین یې روزلي او نن ورځ یې ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کوي وروسته د دغه پوهنځي محصلینو د فایلیک (مونوګراف) دفاع ګاني په ترتیب سره پیل او هر محصل له خپلي موضوع څخه دفاع وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق کمېټې نوبتي ناسته تر شوه.

ورځ: سه شنبه
۲۱/ذالحجه/ ۱۴۴۶ه ق
۲۷/ جوزا / ۱۴۰۳ هـ ش
۱۷/ جون / ۲۰۲۵ ميلادي  

 تيره ورځ په غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د غزني پوهنتون او د غزني ولایت د ښاروالي ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو او پراختیایې چارو د ترسراوي په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

سه شنبه
۲۱ ذالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
۲۷ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جون ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون او د دغه ولایت د ښاروالي ریاست ترمنځ د پراختیایې او بنسټیزو چارو او ګډو دوه اړخیزو علمي همکاریو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

غزني پوهنتون کې د بیلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د ناسمو رواجونو د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د ابلاغ او ښه پوهاوي اړوند ورځنی سیمینار ترسره شو.

قمري نېټه: ذالحجه ۲۱، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: جوزا ۲۷، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جون ۱۷، ۲۰۲۵

تیره ورځ د غزني پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د خوښیو، ودونو، مصیبتونو، او د حج او عمرې. . .

BACK TO NEWS