د غزني پوهنتون استادانو ته په لیکنو او مقالو کې، د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۵۸
az

ورځ: یکشنبه

شعبان المعظم ١٧ مه، ۱۴۴٦ه ق

سلواغې ٢٨ مه، ۱۴۰٣ه ش

فبروري ١٦ مه، ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د استادانو لپاره په لیکنو، مقالو او تیزسونو لیکلو کې د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د علمي مجلې عمومي مدیر ښاغلي احمد شاه تکل وړاندې کړ، چې پکې یې د Turnitin سافټویر پیژندنه، تاریخي مخینه، او د دې سافټویر د کارونې ګټې او موثریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د سیمینار موخه د استادانو د علمي اثارو د اصالت ساتنه، د ادبي غلا مخنیوی، او په نړیوالو معیارونو برابرې څیړنې ترسره کول وو. ګډونوالو د سافټویر د ګټو په اړه مفصل معلومات تر لاسه کړل او د عملي کارونې په اړه یې پوښتنې وکړې.

چې وروسته د څېړنو او علمي مجلې معاون پوهنمل عبدالمتین "میاڼي" له لوري په دغه سافټویر کې د یوزر اکاونټ جوړولو برخه عملاً تشریح او اړوندو استادانو او مسؤلو کسانو ته یې پکې اکاونټونه جوړ کړل.

دغه علمي غونډه د غزني پوهنتون د څیړنو د کیفیت لوړولو په لاره کې یو اغېزمن ګام ګڼل کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳
Background image

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ۱،۲۳۰،۲۶۴ افغانۍ عواید راټول کړي؛ او د اسلامي امارت بودیجې ته یې سپارلي دي.

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ( ۱،۲۳۰،۲۶۴ یو میلیون، دوه لکه، دیرش زره، دوه سوه، څلور شپېته ) افغانۍ عواید راټول کړي او د اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. . .

BACK TO NEWS