غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو د څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د علمي مقالې لیکنې او په آنلاین بڼه د څېړنیزو سرچینو د موندلو په اړه ښوونیز او معلوماتي سمینارونه ترسره شول.
غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د علمي او څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا او د علمي معلوماتو د ترلاسه کولو د مهارتونو د لوړولو په موخه، د «علمي مقالې لیکنې» او «په آنلاین بڼه د علمي مقالو او معلوماتو پلټلو او ترلاسه کولو» تر سرلیکونو لاندې ښوونیز او معلوماتي سمینارونه ترسره شول.
یاد سمینارونه د اقتصاد پوهنځي استاد دوکتور عزیزالله فیضي وړاندې کړ؛ چې پرمهال یې محصلینو ته په عملي ډول د علمي مقالې لیکنې د اصولو، څېړنیزو میتودونو، د باوري علمي سرچینو د پېژندنې، د انلاین علمي ډیټابېسونو او وېبپاڼو له لارې د مقالو او اړوندو معلوماتو د موندلو او ترلاسه کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړده چې د دغو سمینارونو موخه د محصلینو د علمي لیکنې او څېړنې د مهارتونو لوړول، د بریښنایې علمي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې دودول او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۶/۰۶ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۸/۲۶ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۱۷م
