غزني پوهنتون کې د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهي لوړولو او د ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د بلدتیا په موخه د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنې اړوند ښوونیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
Tue, Nov 17 2026 2:38 PM
lp

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهي پیاوړتیا او د ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د بلدتیا په اړه د  «مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې او د مصنوعي ځیرکتیا د وسایلو پېژندنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز او روزنیز سمینار وړاندې شو.

په دغه سمینار کې محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا پر پېژندنه، ډولونو، مفهوم، اهمیت، بېلابېلو وسایلو، عملي کارونې او د علمي، څېړنیزو او ورځنیو چارو په برخه کې د دغې ټکنالوژۍ د اغېزمنې استفادې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د یاد سمینار موخه د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهې لوړول، د نوې ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د هغوی بلدتیا او د زده‌کړو او څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې کارونې دودول وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

سه شنبه

۱۴۴۸/۰۶/۰۶ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۸/۲۶ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۱۷م

۱۴۰۵/۰۸/۲۶ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۱۷م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS