د ټولنې اصلاح او فکري رغښت یو ورځني سمینار کې د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ټولنې د نوښتګرو وګړو لپاره د اغېزمنو طرحو جوړولو په موخه هر اړخیز معلومات او پایلې شریکي شوې.

gu_user1
Sat, Aug 22 2026 2:07 PM
xq

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همکاري د «ټولنې اصلاح او فکري رغښت» تر سرلیک لاندې یو ورځني جوړ شوي سمینار کې، چې د بېلابېلو ادارو شاو او خوا ۳۵۰ تنه استازو، استادانو، ځوانانو او د ټولنې نوښتګرو وګړو پکې ګډون کړی و. د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ټولنې د نوښتګرو وګړو لپاره د اغېزمنو طرحو، جووړلو او ټولنیزو نزاکتونو په اړه هر اړخیز معلومات، د عملي کېدو وړ طرحې او نظریات وړاندې شول.
د دغه سمینار موخه د ټولنې د فکري ودې، مثبتو بدلونونو، نوښتونو ته د زمینې برابرولو او د ځوانانو او نوښتګرو وګړو د اغېزمن مشارکت پیاوړتیا بلل شوې ده.

هیره دي نه وي چې د دغو موضوعاتو د وړاندې کولو موخه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ستراتیژیکو موخو ترلاسه کول؛ او د ټولنې د نوښتګرو وګړو لپاره د علمي څېړنو او نوښت په برخه کې د کوټلو ګامونو اخیستل یاد شوي دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۰۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۳۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۲۲م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS