غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا په موخه پنځو اداري بستونو ته نوي کسان معرفي شول.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۲۸
go

 غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا او د چارو د ښه تنظیم په موخه پنځو اداري بستونو ته نوي کسان معرفي شول.
 په دغه مراسمو کې د پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال او اړوندو کارکوونکو ګډون کړی و.
د یادو مراسمو پرمهال عمومي رئیس نویو ټاکل شوو مدیرانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل چې په یوه اداره کې ادلون او بدلون د اسلامي نظام یو اصل دي نو تاسو باید خپلو در سپارل شوو مسؤلیتونو ته ښه متوجه شئ؛ او خپلې چارې د اصولو سره سم د صداقت، امانتدارۍ او په پوره ژمنتیا مخ ته یوسئ. 
او همداراز د محصلانو چارو مرستیال هم یادو کارکوونکو ته مبارکي وویله او مننه يې ورڅخه وکړه چې د رهبري پریکړي ته یې لبیک وویل، او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د خپلو کارونو پرمهال د چا تر اغېز لاندې رانه شي او خپلې چاري په پوره ډاډ ترسره کړي.

وروسته د یادو مسؤلینو له لوري، سید حقیق احمد هاشمي د طب پوهنځي د تدریسي مدیر په توګه، شاکر احمد آزاد زوی د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د تدریسي مدیر په توګه، عین الله مخلص د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تدریسي مدیر په توګه، مولوي سراج الدین د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام او همغږۍ مدیر په توګه او محمد رؤف خدام د محصلانو چارو معاونیت اړوند د فارغانو مدیر په توګه معرفي شول.
په پای کې مسؤلینو د نویو ګمارل شوو کسانو لپاره د خیر دعا او په چارو کې يې له الله تعالی ج څخه د کیامیابي غوښتنه وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۰ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۱۸ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۹ مه

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

غزني پوهنتون کې د اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي، ټولنیزو او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د «اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د بېلابیلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې ګڼ شمېر محصلینو ته د اسلام له نظره د فقر او بې‌کارۍ علاج تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځيو ګڼ شمېر محصلینو ته د اسلام له نظره د فقر او بې‌کارۍ علاج تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو.
په یاد سیمینار کې ویناوالو د اسلام د اقتصادي نظام، د کار او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته له ازموینو څخه د وېري (اضطراب) د مخنیوي او د پسرلني سمیستر وروستیو ازموینو ته د غوره چمتووالي په موخه روزنیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت محصلینو ته له ازموینو څخه د وېري (اضطراب) د مخنیوي او د پسرلني سمیستر وروستیو ازموینو ته د غوره چمتووالي په موخه روزنیز او معلوماتي سمینار. . .

BACK TO NEWS