غزني پوهنتون کې د اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي، ټولنیزو او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د «اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د بېلابیلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و، چې پکې د اغېزناکو اړیکو د جوړولو، د متقابل تفاهم د رامنځته کولو، د ټیمي کار د ارزښت، او د ستونزو د اغېزمن حل لارې چارې تشریح شوې. ویناوالو محصلینو ته د اړیکو د پراختیا، د شخړو د مدیریت او د تصمیم نیونې د مهارتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ او ویې ویل چې روزنیزي ناستې د محصلینو د شخصي او مسلکي ودې ترڅنګ د هغوی د رهبرۍ او ټولنیزو مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
په ورته وخت کې د غزني پوهنتون مسؤلین هم ډاډ څرګند وي، چې د محصلینو د ظرفیت لوړونې او مهارتونو د ودې لپاره به په راتلونکي کې هم ورته علمي او معلوماتي پروګرامونه دوام ولري، څو ځوانان د خپلو زده کړو ترڅنګ د ژوند او کار په ډګر کې د بریالیتوب لپاره اړین مهارتونه ترلاسه کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۰۱/۰۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۳ م
