غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې فني هیئت له لوري، د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د کرنې پوهنځي د استاد پوهندوی حشمت الله سایس له لوري وړاندې شو؛ چې پرمهال یې د چاپېریال د ککړتیا، د طبیعي سرچینو د بېرویې کارونې، د ځنګلونو له منځه تلو، د اقلیمي بدلونونو او د کثافاتو د ناسم مدیریت په څېر مهمو ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
او همدارنګه یې، ګډونوالو ته د چاپېریال ساتنې لپاره د ونو کینولو، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو، د کثافاتو د منظم مدیریت، د طبیعي سرچینو د مسؤلانه استفادې او د پاک چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې عملي سپارښتنې او حل لارې بیان کړې.
او ټینګار یې وکړ چې د سالم او پاک چاپېریال ساتنه د ټولنې د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی او محصلین کولای شي د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د پراختیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
هېره دي نه وي چې دې ته ورته علمي او معلوماتي سمینارونه د محصلینو د پوهې او مسؤلیت احساس په پیاوړتیا کې مهم رول لري چې د غزني پوهنتون رهبرۍ هڅه کوي ترڅو د محصلینو د فکري پوهي د پیاوړتیا او د عامه پوهاوي په موخه د سمینارونو لړۍ دوامداره وساتي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
ورځ او نېټه: شنبه
۴/۰۱/۱۴۴۸ه ق
۳۰/۰۳/۱۴۰۵ه ش
۲۰/۰۶/۲۰۲۶م
