غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته د «نوښت او ابتکار» تر سرلیک لاندې ښوونیز او روزنیز سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته د نوښت او ابتکار تر سرلیک لاندې ښوونیز او روزنیز سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې چې د یاد پوهنځي استاد دوکتور محمد شریف ادیب له لوري وړاندې شو؛ محصلینو ته د نوښت او ابتکار پر ارزښت، د نوې مفکورې د رامنځته کولو، خلاقانه فکر، د ستونزو د حل لارو او د علمي او مسلکي پرمختګ په برخه کې د نوښتګرۍ پر رول هراړخیز معلومات وړاندې شول.
د یاد سمینار موخه د محصلینو د فکري وړتیاوو لوړول، د نوښتګر فکر پیاوړتیا او د هغوی هڅول وو، څو په علمي او عملي ډګرونو کې د نوو نظریاتو او ابتکاري لارو چارو له لارې اغېزمن رول ولوبوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۶/۰۵ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۸/۲۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۱۶م
