غزني پوهنتون کې د چاپیریال د ښکلا او سرسبزۍ په موخه د نیالګیو د کېنولو لپاره د خط اچونې پروسه ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۴:۵۷
qw

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د ښکلا، سرسبزۍ او سالمې فضأ د رامنځته کولو په موخه، د نیالګیو د کېنولو لپاره د خط اچونې (لاین کولو) پروسه ترسره شوه. دا پروسه د پوهنتون د سرسبزۍ او چاپېریالي پرمختګ د دوامدارو هڅو یوه مهمه برخه ده. یاده پروسه د کرنې پوهنځي د څو متخصصو او باتجربه استادانو له لورې ترسره شوه چې له مخې به يې د پوهنتون په بېلابیلو برخو کې نوي نیالان او زینتي بوټي کېنول شی. 
په ورته مهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي وویل: موږ هڅه کوو چې پوهنتون مو نه یوازې د علم او زده‌کړې مرکز وي، بلکې د سرسبز چاپېریال یو ژوندی مثال هم وي. د نیالګیو کرل زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره د سوکاله او پاک طبیعت په لور یو ګام دی.
نوموړي زیاته کړه چې د نیالګیو اصلي کېنول به د راتلونکو ورځو په اوږدو کې د موسمي شرایطو په پام کې نیولو سره پیل شي.
 باید وویل شي چې د غزني پوهنتون مسؤلین ژمن دي چې د شنو ساحو د پراختیا دا لړۍ به دوامداره وساتي او د هر پسرلي په موسم کې به نوي نیالګي کېنوي، څو پوهنتون لا ډېر ښکلی، پاک او ژوندی پاتې شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۶ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۴ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۳ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۲۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه. دغه ارزونه د تدریسي بهیر، اداري فعالیتونو، محصلانو ته د خدماتو وړاندې کولو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.

 غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.
د یاد نصاب تدریس د دعوت ارشاد آمريت مبلغ مولوي محترم نظر محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د محصلینو د حقوقو، استازیتوب او تګلارو تائیدي ترڅنګ په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې دعلمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د یادې شورا ټولو غړو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت. . .

BACK TO NEWS