غزني پوهنتون کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو، استادانو او کارکوونو ته د قرآنکریم ترجمه پیل شوه.
غزني پوهنتون کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د قرآن کریم ترجمه پیل شوه.
د ژباړې د پیل پرمهال د یاد آمریت آمر مولوي رحمت الله خلیل د قرآن کریم د تلاوت او ترجمې پر ارزښت هر اړخیزي خبري وکړې او زیاته یې کړه، چې د رمضان مبارکه میاشت د قرآن کریم د نزول میاشت ده؛ نو ځکه په دې مبارکه میاشت کي د قرآن کریم تلاوت او ترجمه تر نورو نفلي عبادتونو لا زیات اجر او ثواب لري.
او همداراز یې وویل چې د لوړو زده وزارت د هدایت سره سم به د قرآن عظیم الشآن د النسأ، النور او الاحزاب مبارکې صورې به هره ورځ د ماسپښین له لمانځه مخکې په دوامداره توګه ترجمه کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۱
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۹ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۸ مه
