غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Mon, Jan 19 2026 12:24 PM
bn

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د یادې شورا د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه. 
چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې عمومي رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ورځنیو چارو په منظم ترسراوي او د نیت اړوند یې خبري وکړې او زیاته یې کړه چې زموږ او ستاسو هر کړنه په نیت پوري اړه لري نو هر کار باید د الله تعالی (ج) د رضأ د حاصلولو په موخه ترسره کړو.
وروسته د تیري علمي شورا پریکړو ته لنډه کتنه وشوه.
او دارنګه د نوي اجنډا مطابق، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د یاد پوهنځي تحصیلي نصاب د شورا د غړو له لوري تائید شو. او همدراز د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره د عادي بودیجې فورمونه دغي شورا ته له وړاندې کولو وروسته تائید او د اکاډميکی علمي آزادي د پالیسي تائیدي؛ او دارنګه د څو تنو استادانو د علمي رتبو د ثبیت دوسیو د تائیدي ترڅنګ په یو شمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو هم بحث او اړینې پریکړې ترسره شوې.
ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.

نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د رجب المرجب ۲۹ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د جدي ۲۹ مه
۲۰۲۶م، د جنوري ۲۹ مه
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS