غزني پوهنتون کې د مالي کمېټې ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې د پوهنتون پنځه کلن مالي پلان تائید شو.

قمري نېټه: شوال ٢٣، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویی ١، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ٢١، ۲۰۲۵م
د غزني پوهنتون د مالي کمېټې ناسته د یاد معاونیت د مرستیال مولوي محمد جاوید خالد په مشرۍ ترسره شوه. د ناستې پیل د کلام الله مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت وشو، ورپسې د معاونیت مرستیال ښاغلي خالد د پرانیستې وینا وکړه.
خالد د خپلو خبرو په ترڅ کې له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، چې خپلې چارې په مسؤلیت، دقت او ښه توګه ترسره کړي. نوموړي د پلانونو پر اهمیت او اغېز هم خبرې وکړې او د مالي شفافیت د تأمین غوښتنه یې وکړه.
په ناسته کې د معاونیت پنځه کلن مالي پلان، تدارکاتي پلان، عملیاتي پلان او انکشافي پلان تر هر اړخیزې کتنې وروسته تائید شول.
د غونډې په پای کې په یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث او نظرونه تبادله شول، چې د اړوندو برخو د لا ښې همغږۍ او همکارۍ لامل وګرځېدل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت