د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د تحصیلي نهادونو له نشراتي مسؤلینو سره د همغږۍ انلاین ناسته وشوه

gu_user1
Sun, Jan 26 2025 10:01 AM
az

یاده ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، د یاد ریاست رئیس، د وزارت ویاند، د اطلاعاتو او نشراتو امر او د عامه اړیکو امر پکې ګډون کړی و.

په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د مطبوعاتو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې هر خبر باید په خپل وخت جوړ شي، د خبرونو معلومات باید کره والی ولري او د اړوندو مسؤلینو له تائید وروسته نشر شي.

دغه راز مالي او اداري معین نشراتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو نشراتي ملګرو او د وزارت نشراتو ریاست سره ښه همغږي ولري.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس حافظ انجنیر روح الله روحاني د تحصیلي نهادونو نشراتي مسؤلینو ته وویل چې باید د خپل ولایت اړوندو رسنیو او ژورنالېستانو سره ښه همغږي ولري او په پوهنتونونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو څخه خپل ولس خبر کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي په خپلو خبرو کې وویل چې مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو ته باید په لوړه کچه مسلکي خبري پوښښ ورکړل شي او ټول باید د دښمن منفي تبلیغاتو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو.

همدا راز د عامه اړیکو امر مولوي عبدالحنان عزیزي د پوهنتونونو د ویب سایټونو پر غني کولو ټینګار وکړ او ویب سایټونو کې د شته ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

وروسته د اطلاعاتو او نشراتو امر صبغت الله سجاد پر خبر، د خبر اساسي عناصرو او خبري ژانرونو معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې د تحصیلي نهادونو ځینو نشراتي مسؤلینو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول او د هغوی وړاندیزونه واورېدل شول.

نېټه: شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۴مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۶مه

۲۰۲۵ م د جنوري ۲۵مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS