غزني پوهنتون کې محصلینو ته د افتخاري درسونو د پیل سره سم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې اړوند اصلاحي او فکري سمینار پیل شو.
غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري محصلینو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې تر سرلیکونو لاندې د اصلاحي او فکري درسونو لړۍ پیل شوه.
د یادو درسونو موخه د محصلینو دیني پوهاوی لوړول، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، د ټولنیز مسؤلیت احساس روزل او د اسلامي نظام د اصولو په اړه د هغوی علمي پوهه پراخول دي.
دغه اصلاحي درسونه به د ټاکل شویو شیوخو کرامو له لوري د ترتیب شوي مهالوېش له مخې د پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شي.
هېره دي نه وي چې دغه افتخاري درسونه په یوه سمیستر کې محصلینو ته دوه ځله د مختلفو موضوعاتو تر سرلیک لاندې ترسره کیږي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۴ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۷م
