غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو محصلینو ته د ژوند له ستونزو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې معلوماتي وړاندې شو.

gu_user1
Wed, Sep 23 2026 2:41 PM
ko

د غزني پوهنتون د ټولو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو محصلینو ته د «ژوند له ستونزو او فشارونو سره د مبارزې» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو.
د سمینار د پیل پرمهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن محصلینو ته په ټینګار سره وویل چې د دیني او عصري علومو په زده کړه کې زیاتي هلې ځلې وکړي او وخت بې ځایه ضایع نه کړي او ترڅنګ یې خپل صورت او سېرت په شرعي طریقه برابر کړي له بې ځایه رخصتیو څخه ډډه وکړي او د خپلو استادانو قدر او احترام وکړي. 
وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل حسن خان درمل محصلینو ته د ژوند له بېلابېلو ستونزو او فشارونو سره د سالمې مقابلې، د ستونزو د حل لارو، مثبت فکر، د وخت د سم مدیریت او د زده‌کړو ترڅنګ د متوازن ژوند د ساتنې په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.

د یاد سمینار موخه د محصلینو د پوهاوي لوړول، د ورځنیو ستونزو پر وړاندې د سالم چلند پیاوړتیا او هغوی ته د دې زمینه برابرول وو، چې له فشارونو سره په هوښیارۍ او مثبت لیدلوري چلند وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۰۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۳م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS