د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو.

gu_user1
Wed, Sep 23 2026 2:07 PM
az

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.
د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده کې طرحه شوی، چې د پوهنتون د علمي، اداري، استوګنیزو او خدماتي اړتیاوو د معیاري تنظیم لپاره بېلابېلې برخې په کې په پام کې نیول شوې دي.
په دې تفصیلي پلان کې د بېلابېلو پوهنځیو ترڅنګ د محصلینو د نارینه لیلیې، د استادانو لیلیې، د استادانو استوګنیزو بلاکونو، ورزشي میدانونو، جوماتونو، کادري روغتون، کتابتون، شنو ساحو، کرنیز فارم او عامه ساحو لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
همدارنګه، د پوهنتون د بنسټیزو او خدماتي اړتیاوو د تأمین په موخه د اوبو رسولو، کانالیزاسیون، برېښنا رسولو او معیاري سړکونو شبکې، د نافذه نورمونو او معیارونو مطابق، په تفصیلي پلان کې تنظیم شوې دي.
یاد پلان د غزني پوهنتون د علمي او اداري پراختیا، د محصلینو او استادانو د اړتیاوو د منظم تأمین او د پوهنتون د فزیکي ودې لپاره د معیاري چاپېریال د رامنځته کېدو زمینه برابروي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۰۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۳م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS