غزني پوهنتون کې په پنځو تشو اداري بستونو کې د وړ او په کارپوه کسانو د ګمارنې په موخه له شاو او خوا ۶۷ پر شرایطو برابر پېژندل شوو داوطلبانو څخه ازموینه ترسره شوه.

gu_user1
Mon, Apr 13 2026 3:02 PM
dr

غزني پوهنتون کې د ټاکل شوې کمېټې له لوري چې پکي د مالي او اداري چارو مرستیال، علمي چارو مرستیال، د کارکوونکو چارو آمر ، د کرنې پوهنځي یو تن استاد او د ولایت مقام او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازو پکي شتون درلود؛ د پنځو اداري بستونو لپاره يې له ۶۷ تنه پر شرایطو برابر پېژندل شوو داوطلبانو څخه ازموینه واخیستله.
د ازموینې د پیل پرمهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي وویل چې د ازموينې پروسه په مکمل ډول شفافه او د هر ډول درغلي څخه خوندي ده او هغه کسان به دغو بستونو ته انتخابوي چې د وړتیا له مخي یې لوړه نمره ترلاسه کړي وي او زیاته يې کړه چې د ازموینې پایلي به ډیري ژر اعلان کړي.
باید وویل شي چې یاد بستونه څه موده مخکې د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې په موخه د ازادي سیالۍ لارې اعلان ته سپارل شوي وو او شاو، خوا ۱۱۳ تنو ورته نوم لیکنه کړې وه چې له شارټ لیست څخه
 وروسته ۶۷ تنو نن په ازموینه کې ګډون کړی ؤ.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۶ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۲۴ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۱۳ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS