د غزني پوهنتون یو څلور کسیز پلاوې د زراعت او چاپېریال ساتنې ریاستو له مسؤلینو سره د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا، سرسبزۍ او دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په هدف د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۳۴
mk

د غزني پوهنتون یو څلور کسیز پلاوې د یاد ولایت له بېلابيلو ریاستونو سره د لاسلیک شوو تفاهملیکونو په اساس نن ورځ د زراعت ریاست او د چاپېریال ساتنې ریاست له مسؤلینو سره د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا، سرسبزۍ او دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ځانګړې ناسته ترسره کړه.
دغه ناسته د پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال په مشرۍ، د زراعت او چاپېریال ساتنې د ریاستونو له رئیس صاحبانو سره په یادو ریاستونو کې وشوه.
په ناسته کې یاد څلور کسیز پلاوي په پوهنتون کې د شنو ساحو پر پراختیا، ونو کرلو، د چاپېریال د ساتنې، او اړیکو پر پیاوړتیا او له پوهنتون سره د هر اړخیزو همکاريو ترسره کولو په اړه خبري اترې وکړې او ټینګار يې وکړ چې پوهنتون غواړي د خپلو شنو ساحو د پراختیا ترڅنګ، له اړوندو دولتي ادارو سره ګډ پروګرامونه عملي کړي تر څو د چاپېریال ساتنې فرهنګ په عملي بڼه پیاوړی شي.
په ورته مهال د زراعت او چاپېریال ساتنې ریاستونو مسؤلینو د ګډو همکاريو د پراختیا ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې یاد ریاستونه به د غزني پوهنتون له ادارې سره د راتلونکې ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره د نویو نهالانو کېنولو، او شنو د پراخولو او د چاپېریالي پوهاوي د پروګرامونو په برخه کې هر ډول همکاري کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۸ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۷ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۶ مه

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د غزني پوهنتون یو څلور کسیز پلاوې د زراعت او چاپېریال ساتنې ریاستو له مسؤلینو سره د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا، سرسبزۍ او دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په هدف د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون یو څلور کسیز پلاوې د یاد ولایت له بېلابيلو ریاستونو سره د لاسلیک شوو تفاهملیکونو په اساس نن ورځ د زراعت ریاست او د چاپېریال ساتنې ریاست له مسؤلینو سره د پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې کمېټې د راتلونکي کال لپاره په پوهنتون کې د شنو ساحو د جوړولو او پراخوالي په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ الحدیث عبدالهادی ذوالهادي د چاپېریال ساتنې کمېټې له غړو سره د راتلونکي کال لپاره په پوهنتون کې د شنو ساحو د جوړولو او پراخوالي په. . .

BACK TO NEWS