غزني پوهنتون کې د کتابتون د څارنې او معلوماتي سرچینو څخه د استفادې اړوند د مشورتي پلاوي ناسته ترسره شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
wr

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ، د پوهنځیو د رئیسانو او څانګو آمرینو له لوري د کتابتون د څارنې او معلوماتي سرچینو د اغېزمنې استفادې په تړاو  مشورتي ناسته ترسره شوه.  
د ناستې موخه د پوهنتون د کتابتون د خدماتو د ښه والي، د معیاري څارنې میکانېزم رامنځته کول، او د علمي سرچینو د اسانه لاسرسي لارې چارې ارزول او پیاوړتیا وه.
د غونډې په پیل کې عمومي رئیس ښاغلي منصور د ګډونوالو هرکلی وکړ او د کتابتون د علمي ارزښت او د پوهې د ترویج په برخه کې د هغه د رول په اړه یې مفصلې څرګندونې وکړې. نوموړي زیاته کړه:
 "کتابتون د پوهنتون زړه دی، او موږ باید هڅه وکړو چې دا زړه په عصري بڼه ټکیدونکی وساتو، څو زموږ محصلین او استادان وکولای شي له علمي منابعو اعظمي ګټه پورته کړي."
د غونډې ګډونوالو د کتابتون د فعالیتونو د لا اغېزمنېدو لپاره ګڼې طرحې او سپارښتنې وړاندې کړې. په دغو سپارښتنو کې د کتابتون د سیسټم پراختیا، د محصلینو د پوهاوي پروګرامونه، او د ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا شاملې وې.
ناسته د عملي پرېکړو او راتلونکو ګامونو په ټاکلو سره پای ته ورسېده، او ټینګار وشو چې د کتابتون د ودې او د معلوماتي سرچینو د اغېزمنې استفادې لپاره به ګډې هڅې دوام وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه، ۱۸، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۹، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۲۰:۳۵
Background image

غزني پوهنتون څخه د اوبو او انرژۍ ریاست د رئیس په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي د باراني او سیلابي اوبو د مخنیوي په موخه لیدنه ترسره کړه.

غزني پوهنتون ته د اوبو او انرژۍ ریاست د رئیس الحاج مولوي محمد شفیق عمر منصور په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوی چې پکي د ښاروالي ریاست استازي، د ټولګټو چارو ریاست استازي شامل وو؛ د باراني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۲۰:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې پاکو اوبو ته د لاسرسي او شنو ساحو د پراخوالې په موخه د یوې ژورې څاه د کیندنې چارې پیل شوې.

غزني پوهنتون کې پاکو اوبو ته د دوامداره لاسرسي او د شنو ساحو د پراخولو لپاره د یوې ژورې څاه د کیندنې کارونه پیل شول، چې موخه یې د اوبو د کمښت ستونزه راکمول او د چاپېریال ساتنې په برخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د غزني پوهنتون عمومي رئیس د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو څخه ارزونه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن نن ورځ د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه رسمی لیدنه ترسره کړه. د لیدنې پر. . .

BACK TO NEWS