غزني پوهنتون کې د کتابتون د څارنې او معلوماتي سرچینو څخه د استفادې اړوند د مشورتي پلاوي ناسته ترسره شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
wr

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ، د پوهنځیو د رئیسانو او څانګو آمرینو له لوري د کتابتون د څارنې او معلوماتي سرچینو د اغېزمنې استفادې په تړاو  مشورتي ناسته ترسره شوه.  
د ناستې موخه د پوهنتون د کتابتون د خدماتو د ښه والي، د معیاري څارنې میکانېزم رامنځته کول، او د علمي سرچینو د اسانه لاسرسي لارې چارې ارزول او پیاوړتیا وه.
د غونډې په پیل کې عمومي رئیس ښاغلي منصور د ګډونوالو هرکلی وکړ او د کتابتون د علمي ارزښت او د پوهې د ترویج په برخه کې د هغه د رول په اړه یې مفصلې څرګندونې وکړې. نوموړي زیاته کړه:
 "کتابتون د پوهنتون زړه دی، او موږ باید هڅه وکړو چې دا زړه په عصري بڼه ټکیدونکی وساتو، څو زموږ محصلین او استادان وکولای شي له علمي منابعو اعظمي ګټه پورته کړي."
د غونډې ګډونوالو د کتابتون د فعالیتونو د لا اغېزمنېدو لپاره ګڼې طرحې او سپارښتنې وړاندې کړې. په دغو سپارښتنو کې د کتابتون د سیسټم پراختیا، د محصلینو د پوهاوي پروګرامونه، او د ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا شاملې وې.
ناسته د عملي پرېکړو او راتلونکو ګامونو په ټاکلو سره پای ته ورسېده، او ټینګار وشو چې د کتابتون د ودې او د معلوماتي سرچینو د اغېزمنې استفادې لپاره به ګډې هڅې دوام وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه، ۱۸، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۹، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS