غزني پوهنتون کې له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین یې وستایل شول.
غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پنځو فرامینو په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین د دوی د غوره علمي هڅو او لاسته راوړنو د هڅونې په موخه په ځانګړو ډالیو وستایل شول.
غونډې ته د وینا پرمهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن وویل چې نظام موشرعي او یو مو آمر دی، اطاعت یې پر موږ او تاسو باندې واجب ده نو کوم فرمانونه چې راځي ټول شرعي دي لومړی خپل ځانونه پرې پوه او وروسته یې پر خپل ځان او کورنیو تطبیق کړو ځکه دا مو د دنیا او اخیرت نیکمرغي او محصلین یې وهڅول، چې د علمي او فکري ودې ترڅنګ د خپلو زدهکړو په بهیر کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې ډول پروګرامونو موخه د محصلینو هڅونه، د هغوی د زدهکړې د کچې لوړول او د علمي سیالیو د روحیې پیاوړتیا ده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه
۱۴۴۸/۰۴/۲۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۱۹ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۱۱م
