غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو ته د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د ښه تشریح او دقیق درک په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو ته د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ د معیارونو د لا ښه تشریح، دقیق درک او عملي پلي کېدو په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.
دغه علمي سمینار د یاد پوهنځي د رئیس مفتي محمد میرویس عبدالله له لوري وړاندې شو؛ چې پرمهال یې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونه، اساسي اصول، د ځان ارزونې کړنلارې او د اسنادو د چمتووالي مهمې لارې چارې په هر اړخیز ډول تشریح کړې. همدارنګه د استادانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې شول او د معیارونو د اغېزمن تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د دغه سمینار موخه د کیفیت د فرهنګ پیاوړتیا، د استادانو د مسلکي پوهاوي لوړول او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو د کیفیت لا ښه والي ته زمینه برابرول و.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۲/۱۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۰۶ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۲۸م
