غزني پوهنتون کې د څېړنو عمومي کمېټې ناسته ترسره؛ او د راتلونکي کلیوالي سیمو پرمختګ ملي کنفرانس د ځینو فعالیتونو د پیل ترڅنګ په یو لړ نورو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱۵، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۸ ، ۲۰۲۵م
غزني پوهنتون کې د څېړنو عمومي کمېټې ناسته د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.
چې پیل یې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو، ورپسې ګډونوالو د اجنډا سره سم، په پوهنتون کې د ترسره کېدونکي کلیوالي سیمو پرمختګ تر عنوان لاندې ملي کنفرانس د ځینو فعالیتونو د پیل او د یاد کنفرانس د تنظیم او همغږۍ په اړه لازمې پرېکړې وشوې. دارنګه د ځینو استادانو د علمي رتبو د اخیستلو د پروپوزلونو تائیدي او د شپږګونو پوهنځیو د څېړنو د فرعي کمېټو د ربعواري ارزونې، د لابراتوارونو، څېړنیز فارم او عمومي کتابخانې د ربعواري ارزونې ترڅنګ په یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې.
په پای کې د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د څېړنو د پرمختګ او د کلیوالي سیمو پرمختګ ملي کنفرانس د بریالي ترسره کېدو لپاره به له خپلو ټولو علمي او اداري امکاناتو څخه کار واخلي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت