د غزني پوهنتون د ودې، بنسټز پرمختګ، دوه اړخیزو همکاریو د جلب او ځینو زیربنایې چارو د ترسره کولو په موخه په کابل کې د ترکیې هیواد د تیکا خیریه بنسټ سره د همغږي ناسته ترسره شوه.
د غزني پوهنتون د عمومي رئیس په مشرۍ دری کسیز هیئت د دغه پوهنتون د ودې، بنسټیز پرمختګ، دوه اړخیزو همکاریو د جلب او د پوهنتون د ځینو زیربنایي چارو د پیاوړتیا په موخه، په کابل کې د ترکیې هېواد د تیکا (TİKA) خیریه بنسټ له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د پوهنتون د ودې او پرمختګ پر اړتیاوو، د زیربنایي چارو پر پیاوړتیا، د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو د رامنځته کولو پر فرصتونو بحث او خبرې وکړې.
او همداراز یې د غزني پوهنتون د پرمختګ لپاره خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه شریک کړل او د تیکا بنسټ له لوري یې د همکاریو او ملاتړ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د یاد خیریه بنسټ رئیس له غزني پوهنتون سره د هرډول بنسټزو همکاریو هیله او ډاډ څرګند کړل او زیاته یې کړه چې دوی به له پوهنتون سره د کتابتون او یا هم اوبو سیستم په جوړولو کې همکاري وکړي.
د غزني پوهنتون اداره هیله لري چې د ورته ناستو او همکاریو له لارې به د پوهنتون د بنسټیز پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر او د علمي او تحصیلي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې به اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۱۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۰۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۲۷م
