غزني پوهنتون ته د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د عمومي کانکور ازموینې له لارې د بریالیو محصلینو د نوم‌لیکنې بهیر په منظم، شفاف او د ترتیب شوي مهالوېش له مخي ترسره شو.

gu_user1
Mon, Jul 27 2026 3:05 PM
cf

غزني پوهنتون ته د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د عمومي کانکور ازموینې له لارې د بریالیو شویو محصلینو د نوم‌لیکنې بهیر د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش سره سم، په منظم، شفاف او اغېزمن ډول ترسره شو.
د نوم‌لیکنې په بهیر کې د محصلانو معاونیت مسؤلینو او اړوندو اداري کارکوونکو د نوو محصلینو د اسنادو د ارزونې، ثبت او راجستر ټولې چارې په ټاکلي وخت او بشپړ نظم سره ترسره کړې. همدارنګه نوو محصلینو ته د نوم‌لیکنې اړوند لازمې لارښوونې او اسانتیاوې برابرې شوې وې، ترڅو هغوی وکولای شي خپلې چارې په اسانۍ او ډاډمن ډول ترسره کړي.
په ورته مهال د محصلانو مرستیال د ټولو هغو محصلینو هرکلی وکړ چې د عمومي کانکور له لارې یې دې علمي بنسټ ته لاره موندلې ده، او هغوی یې د علم، څېړنې، نوښت او اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ د لوړو زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې د نوم‌لیکنې بهیر د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، له هر ډول ځنډ او ستونزې پرته په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او نوو محصلینو ته د نوي تحصیلي پړاو د پیل زمینه برابره شوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۲/۱۲ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۰۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۲۷

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS