د غزني پوهنتون عمومي رئیس د اداري شفافیت د پیاوړتیا په موخه د پنځو پوهځیو د استادانو او کارکوونکو له حاضریو څخه د کنټرول په موخه نظارت او څارنه ترسره کړه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۴۳
aw

د اداري شفافیت د ټینګښت او د کار د نظم د ښه والي په موخه، د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن نن د دغه پوهنتون د پنځو (شرعیات، ژبو او ادبیاتو، ښوونه او روزنه، اقتصاد او کمپیوټرساینس) پوهنځیو د استادانو او اداري کارکوونکو له حاضریو څخه د کنټرول په موخه نظارت او څارنه ترسره کړه.
په دغه څارنه کې، د پوهنتون رئیس له اړوندو پوهنځیو څخه د حاضریو د ثبت څرنګوالی وڅېړه او له مسؤلینو څخه یې د دقت، شفافیت او وخت‌ په نظر کې نیولو غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د حاضریو دقیق ثبت او منظم څار د پوهنتون د اداري اصلاحاتو یوه مهمه برخه ده او د کیفیت لوړولو، حساب‌ورکونې او د مسؤلیت د فرهنګ د پیاوړتیا لامل ګرځي.
رئیس صاحب په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: موږ ژمن یو چې په غزني پوهنتون کې د شفاف، منظم او حساب‌ ورکوونکي اداري سیستم بنسټ ټینګ کړو.
په ورته مهال د پوهنځیو مسؤلینو د اداري شفافیت د پروسې ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د حاضریو د ثبت په برخه کې به لا زیات نظم او همغږي رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې د غزني پوهنتون مشرتابه د اداري اصلاحاتو، شفافیت او د حساب‌ ورکونې د کلتور د پیاوړتیا په برخه کې یو لړ عملي ګامونه اخیستي، چې دا څارنه یې یوه مهمه برخه ده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۵ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۳ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۲ مه

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS