غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو له علماوو او فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې دورو شپږ ورځنۍ ازموینه په منظم او ټاکل شوي وخت پیل شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۳۴
zx

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو له علماوو او فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې دورو شپږ ورځنۍ ازموینه د پوهنتون د رهبرۍ، مدیره هیئت او د لوړو زده کړو وزارت اړوند دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست څخه راغلي پلاوي تر څارنې لاندې په رسمي، منظم او ټاکل شوي وخت پیل شوه. دغه ازموینه د ترتیب شوي مهالوېش له مخې، د منظم پلان پر بنسټ ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به یې د بېلابېلو دیني علومو له مضامینو څخه د علماوو او فاضلانو علمي سویې وارزول شي.
په ورته مهال د غزني پوهنتون مسؤلینو وویل، د ازموینې د روڼتیا او معیاري کېدو په موخه ټول لازم تدابیر نیول شوي او هڅه کېږي چې ازموینې په بشپړ نظم، شفافیت او عادلانه فضأ کې ترسره شي. همداراز د ازموینې لپاره د مدیره هیئت، نګرانانو ( د څارنې غړو) له لوري د ترتیب شویو پرچیو او سوالونو اړوند مکمل معلومات ورکړل. او له علماوو او فاضلانو څخه یې د ازموینې د اصولو، مقرراتو او نظم د مراعاتولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د دیني او جهادي مدارسو علماوو او فاضلانو د ازموینو د مناسب چاپېریال له برابرېدو خوښي وښوده؛ او ویې ویل چې یادې ازموینې د دوی د علمي پرمختګ او رسمي ارزونې لپاره مهم ارزښت لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ٦ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ٦ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS