د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد پوهنتون د اړتیاوو، ستونزو او پرمختیایي وړاندیزونو شریکولو په موخه د ولایتې پرمختیایي کمېټې په میاشتنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۵
dx

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د غزني ولایت د پرمختیایي کمېټې په میاشتنۍ ناسته کې ګډون وکړ، چې موخه یې د یاد پوهنتون د اړتیاوو، ستونزو او پرمختیایي وړاندیزونو شریکول وو.
یاده ناسته د غزني ولایت د مرستیال والي الحاج مولوي سردار محمد مدني په مشرۍ، د امارتي ادارو د مسؤلینو او د غیر امارتي مؤسیساتو داستازو په حضور کې ترسره شوه.
چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې مرستیال والي صاحب د چارو د همغږۍ او دندې په صداقت ترسره کولو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې په تېرو غونډو کې د یو شمېر فعالیتونو نهه پرېکړې او پلانونونه نیول شوي و، چې دا غونډه به یې د ارزونې، پایلو او راتلونکو اقداماتو لپاره یو فرصت وي. 
وروسته د تیري ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وشوه، چې په ترڅ کې یې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د نورو ولایتي ادارو د پرمختیایې وړاندیزونو ترڅنګ د غزني پوهنتون د علمي، اداري او بنسټیزو اړتیاوو په اړه هر اړخیز بحث او یادونه وشوه؛ چې په راتلونکې ۱۴۰۵ هـ ش کال کې یې د دغه پوهنتون د پرمختګ لپاره شپږ پرمختیایې پروژې په نظر کې نیولي. ترڅو د دغه علمي نهاد د علمي او ټولنیز پرمختګ سبب وګرځي.

په اخېر کې پرېکړه وشوه، چې د لومړنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د ټولو امارتي اداراتو د ستونزو د حل لپاره به د ولایت مقام په مشرۍ له اړوندو مسؤلینو سره په همغږۍ د یادو ستونزو د حل په موخه به له لوړ پوړو مسؤلینو سره لیدنې ترسره کړي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۲۷ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د شاګرد محورۍ ترعنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت، د کرنې پوهنځي ۱۲۰ تنو محصلینو ته د شاګرد محورۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

BACK TO NEWS