د مالیې وزارت څخه راغلي هیئت د غزني پوهنتون د مالي او حسابي چارو، لګښتونو، عوایدو او ترسره شوو مالي حسابونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۰
tu

غزني پوهنتون ته د مالیې وزارت څخه راغلي هیئت د مالي او حسابي چارو د ارزونې په موخه دغه پوهنتون ته سفر وکړ. یاد هیئت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پوهنتون د مالی چارو، لګښتونو، عوایدو، اسنادو او ترسره شوو حسابونو هر اړخیزه ارزونه او څېړنه ترسره کړه.
په ورته مهال د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د راغلي هیئت هرکلی وکړ او د پوهنتون د مالي او حسابي چارو اړوند یې لازم معلومات، اړونده اسناد، شواهد او راپورونه ورسره شریک؛ او په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل. چې په پایله کې د مالیې وزارت هیئت د مالي شفافیت، د بودیجې د سمې مصرفېدنې، د عوایدو د راټولولو څرنګوالي او حسابي اسنادو د ثبت او ساتنې وضعیت وارزاوه.
او د غزني پوهنتون د مالي ټیم هڅې یې وستایلې او ویې وویل چې د مالي چارو د لا پیاوړتیا لپاره به لازمې لارې چارې او وړاندیزونه هم وړاندې کړي، څو د مالي حسابونو په برخه کې نور هم موثریت رامنځته شي.
په اخېر کې شیخ صاحب د مالیې وزارت څخه د راغلي هیئت د ارزونې په موخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې پوهنتون د شفافیت، حساب ورکولو او مسؤلانه مالي مدیریت په برخه کې خپلو معيارونو ته ژمن دی.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه ، ۱۵ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۵ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS