غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند دری ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵۶
df

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو د ګومارنې، لوړتیا، پیاوړتیا او پراختیا عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو  د ظرفیت لوړولو په موخه د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند درې ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو. په دغه سمینار کې د پوهنتون د ټولو اداري برخو کارکوونکو ګډون کړی وو. 
چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید، د پلان جوړونې پېژندنه ، د پلان جوړونې اصول، د پلان جوړونې ځانګړتیاوي، د پلان جوړونې موخي، د پلان جوړونې موانع، د پلان جوړونې ډولونه، راپور ورکونه، د اداري راپورونو د لیکلو اصول، د هدف ټاکلو میتودونه، د فعالیتونو د ارزونې لارې، او د شفافیت او حساب ورکونې پر معیارونو عملي او نظري ښوونې وړاندې شوې. همدارنګه د کارکوونکو د لا ښې همغږۍ او منسجم سیستم د رامنځته کولو لپاره ګټور بحثونه ترسره شول.

ګډونوالو د سمینار د محتوا ستاینه وکړه او دا یې د وړتیا لوړولو لپاره مهم وبلل. او زیاته یې کړه چې د دغه دری ورځني سمینار له لارې به د پلان جوړونې او راپور لیکنې په برخه کې نوې مهارتونه تر لاسه کړي چې په عملي کارونو کې به یې مثبتې پایلې زیاتي وي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۳ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS