غزني پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې اونۍ وړاندې پیل شوي د والیبال سیالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۱۹
cv

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې یوه اوونۍ مخکي په لاره اچول شوې، د والیبال سیالۍ نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي په ګټه پای ته ورسېدې.
یاده سیالۍ چې د محصلینو د بدني پیاوړتیا، سالمو تفریحي فعالیتونو، د همکارۍ او ورورګلوۍ د روحيې د پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وه، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ټیمونو پکې ګډون کړی و. ټیمونو د خپلې انرژۍ، ځوانۍ او ورزشي استعداد ښودلو لپاره په خورا میړانه سیالۍ ترسره کړې.
د پایلوبې لوبه د ښوونې او روزنې پوهنځي او ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترمنځ وه؛ چې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې په ځېرکتیا، همغږي او تخنیکي لوبې سره بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
د یادي لوبي د اختتامیه مراسمو پر مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د ورزش په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ورزش د بدن د قوت او صحت په برخه کې رغنده رول لري؛ دارنګه یې د دواړو ټیمونو هڅې وستایلې او د هغوی ورزشي اخلاق او د ورورولۍ روحيه یې د ستاینې وړ وبلله. او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول ورزشي پروګرامونو دوام به نه یوازې د ځوانانو وړتیاوې راسپړي بلکې د پوهنتوني چاپېریال مثبتې اړیکې او سالم ذهنیتونه هم پیاوړي کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ۲۷ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۲۲:۲۴
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت ته نوي مرستیال معرفي او رسماً یې خپلې چارې پیل کړې

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت ته ښاغلی پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند د نوي مرستیال په حیث د یوې غونډې په ترڅ کې د مسؤلینو  له لوري معرفي او خپلې چارې یې رسماً پیل کړې.
په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۲۲:۲۱
Background image

د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ۲۰ تنه محصلینو د دری ورځني علمي په ترڅ کې؛ د کندهار پوهنتون ترڅنګ د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له مزار څخه هم لیدنه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پلان شوي درې ورځنی علمي سفر په ترڅ کې د شرعیاتو پوهنځي (٢٠) تنو محصلینو د کندهار پوهنتون ترڅنګ د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۲۲:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسل پروګرام لس ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ګمارنې عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسل پروګرام لس ورځنی. . .

BACK TO NEWS