غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۱۷
fg

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٩، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٣١ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٢ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د دغه پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشري ترسره؛ چي پر مهال یې د رهبرۍ غړي، د پوهنځيو رئیسان او د څانګو آمرین حاضر وو.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېل شوه.
 ورپسې عمومي رئیس ښاغلي منصور ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د پوهنتون د نصاب کتنې د چارو پر چټکتیا او له رهبري سره د راپور په شریک کولو یې ټینګار وکړ. او زیاته یې کړه چې دغه چاري باید ټاکل شوې کمېټه ژر تر ژره نهایې څو یې راپور له وزارت سره شریک کړو.
دارنګه د نوي اجنډا له مخې پر یو لړ علمي  موضوعاتو بحث وشو، چې د پوهنتون ۱۴۰۴ هـ ش کال د دوره یې بیا کتنې عملیاتي پلان تائیدي، د معلوماتي ټیکنالوژي مرکز وسائلو څخه د ګټې اخیستنې پر مېکانیزم، د مختلفو پوهنځیو د استادانو د علمي ترفیعاتو د دوسیو د تائیدي ترڅنګ په یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو هم بحث او خبري اتري ترسره او په اړه یې لازمي پریکړي وشوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS