غزني پوهنتون کې مسؤلینو،استادانو او اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت د یوولس ګونو معیارونو د تشریح په موخه درې ورځنې معلوماتي سمینار دائر شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۲۳
df

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٢٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ٢٦ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ١٧ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت آمریت او استادانو د مسلکي انکشاف آمریت په ګډه همکارۍ مسؤلینو، استادانو، د غزني ولایت د خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت د یوولس ګونو معیارونو د تشریح او پوهاوي په موخه درې ورځنې معلوماتي سمینار پیل شو.
د سمینار پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو. 
وروسته د یاد آمریت آمر دوکتور دریاخان هڅاند ګډونوالو ته د تضمین کیفیت د معیارونو اړوند هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل او دارنګه یې د تضمین کیفیت د معیارونو د تطبیق عملي لارې چارې او د پوهنتون د پرمختګ لپاره د هغوی د اهمیت په اړه مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. په دغه سمینار کې د استادانو او کارکوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او ګټور نظریات شریک شول.
یاد سمینار د پوهنتون د علمي او اداري کیفیت په لوړولو کې یو مهم ګام ګڼل کېږي. تمه ده چې د یوولس ګونو معیارونو پلي کول به د پوهنتون په اعتبار، پرمختګ او د زده کړو په بهیر کې څرګندې لاسته راوړنې ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د شاګرد محورۍ ترعنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت، د کرنې پوهنځي ۱۲۰ تنو محصلینو ته د شاګرد محورۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

BACK TO NEWS