غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د مهارتونو لوړولو او د ورځنیو اداري چارو د اسانتیا په موخه، د کمپیوټر اساسي برنامو اړوند ١٥ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۵۶
gh

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ٥، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای، ٢٧، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د مهارتونو لوړولو او د ورځنیو اداري چارو د اسانتیا په موخه، د کمپیوټر اساسي برنامو اړوند ١٥ ورځنی روزنیز سیمینار دایر شو.د یاد سیمینار موخه د کمپیوټر اساسي برنامو، په ځانګړي ډول Microsoft Office  کارونې زده کړه، تر څو اداري کارکوونکي وکولای شي خپل ورځنۍ اداري چارې په مؤثر، معیاري او اسانه ډول ترسره کړي. دغه سیمینار د یاد پوهنتون د ټکنالوژۍ د عمومي مدیریت په نوښت جوړ او د یاد مدیریت عمومي مدیر ښاغلي وحیدالله عمریار لخوا وړاندې شو.په دې سیمینار کې د پوهنتون له بېلابېلو ادارو  څخه ١٨ تنه اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS