غزني پوهنتون کې په مختلفو برخو کې د ترسره شويو څېړنو د پایلو شریکو معلوماتي کنفرانس؛ او د ۱۴۰۳ کال د غوره څېړونکو د تشویق او ستاینې په موخه غونډه ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۸:۵۶
by

ورځ: دوشنبه
  ذالحجه ۲۶ مه، ۱۴۴۶ هـ.ق  
سرطان ۲ مه، ۱۴۰۴ هـ.ش
 جون ۲۳ مه، ۲۰۲۵ م.

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د بیلابیلو پوهنځیو د استادانو له لوري په مختلفو برخو کې د ترسره شویو څېړنو پایلې؛ له ټولنې، مسؤلینو او سکټوري ریاستونو د شریکولو په موخه معلوماتي کنفرانس او د ۱۴۰۳ ه.ش کال د غوره څېړونکو د ستاینې او تشویق په موخه عمومي غونډه ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د غزني پوهنتون د مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو سربیره د یاد ولایت د سکتوري ریاستونو استازو او د خصوصي پوهنتونونو استازو برخه اخیستي وه.
د ناستې پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور غونډې ته د علمي ارزښت او ستاینې اړوند د پیل وینا وکړه او د علمي څېړنو اهمیت او ارزښت یې په ګوته کړ. او له څېړونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلو څېړنو ته لا پرمختګ ورکړي ترڅو مو هیواد په هره برخه کې د پرمختګ ګامونه اوچت او دارنګه یې دوی ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
همداراز د څېړنو او علمې مجلې مرستیال پوهندوی احسان الله کامران وویل چې د پوهنتون اصلي رسالت د علمي کدر تولید او په یو هیواد کې د ستونزو په ګوته کول او هغوی ته د حل لارو لټول دي. او زیاته یې کړه چې ننۍ نړۍ د څېړنو پر مټ دې ځای ته رسېدلي ده.
وروسته د پوهنتون په سطحه د بیلابیلو پوهنځیو ۶ تنه استادان، د ۱۴۰۳ ه.ش کال د غوره د څېړونکو په توګه وستایل شول او ځانګړې تقدیر پاڼې او ترتیب شوي تندیسونه ورته ووېشل شول.
او په اخیر کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د غونډې مثبتې پایلې او غورچاڼ له ګډونوالو سره شریک کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS