غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام د اعتکاف اړوند علمي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۴۴
vb
ورځ: دوشنبه 9/شوال ۱۴۴۶ه ق ۱۸/ حمل / ۱۴۰۳ هـ ش ۷/ آفریل / ۲۰۲۵ ميلادي نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام، د اعتکاف او د هغه شرطونه او د اعتکاف فاسدوونکو اړوند علمي سیمینار وړاندې شو. دغه سیمینار د یاد آمریت آمر، مولوي نقیب احمد منذر، له خوا هره دوشنبه وړاندې کېږي، چې د نن ورځې درس یې په ځانګړي ډول اعتکاف اړوند مسائلو او موضوعاتو ته ځانګړی شوی و. په دغه سیمینار کې برخوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې شول، د خپلو پوښتنو د مطرح کولو فرصت ورکړل شو، او ټولو پوښتنو ته د قناعت‌ وړ ځوابونه وویل شول. د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS