د غزني پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت لپاره نوی معاون او کمپیوټرساینس پوهنځي ریاست لپاره نوی رئیس د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي او رسماً یې په دندو پیل وکړ

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۱
as

ورځ : یکشنبه
 رمضان المبارک ۱۶مه، ۱۴۴۶ هـ.ق
  کب/ حوت ۲۶مه، ۱۴۰۳ هـ.ش
 ۱۶ مارچ ۲۰۲۵

نن ورځ د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري د یاد پوهنتون  د څیړنو او علمي مجلې معاونیت لپاره ښاغلی پوهندوی احسان الله کامران او د کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست لپاره ښاغلی پوهنمل عبدالمتین میاڼی د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي او رسماً یې په خپلو دندو پیل وکړ.

په دغو مراسمو کې د غزني پوهنتون د رهبري سربیره د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود. د مراسمو پرانیسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشوه.
ورپسې، ښاغلي حمزه، نويو ټاکل شویو اشخاصو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: په یوه اداره کې تغیر او تبدیل د اسلامي نظام یو اصل دی. نو تاسو باید د خپلې دندو د لا ښه ترسره کولو لپاره له اخلاص، صداقت او پوره ژمنتیا څخه کار واخلئ. او خپلي چاري د یو منظم پلان له مخې ترسره کړئ. او د دغه علمي نهاد د لا قوي کولو لپاره باید په هر وخت کې هر ډول علمي کارونو ته چمتو واوسئ.
په دې مراسمو کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست لپاره پورته ذکر شوي اشخاص معرفي او رسماً یې خپلي چاري پیل کړې او ژمنه یې وکړه چې ورسپارل شوي الهي مسؤلیتونه به په ښه او منظمه توګ مخته وړي، او د یاد پوهنتون د علمي چارو د لا پیاوړتیا لپاره شپه او ورځ او د خپل توان مطابق کړني ترسره کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د شاګرد محورۍ ترعنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت، د کرنې پوهنځي ۱۲۰ تنو محصلینو ته د شاګرد محورۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

BACK TO NEWS