غزني پوهنتون دعوت ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام د حج پاتې موضوعاتو اړوند سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۴:۳۸
gh

 

ورځ: دوشنبه
٢٥/شعبان المعظم۱۴۴۶ه ق
٦/ کب / ۱۴۰۳ هـ ش
۲۴/ فبروري / ۲۰۲۵ ميلادي

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام، نن ورځ د حج د وجوب شرطونه او د فرضیت دلائلو  په اړوند سیمینار وړاندې شو. دغه سیمینار د پوهنتون د یاد آمریت آمر، مولوي نقیب احمد منذر، له خوا هره دوشنبه وړاندې کېږي، چې د نن ورځې درس یې په ځانګړي ډول د حج اړوند موضوعاتو ته ځانګړی شوی و.
په دې غونډه کې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې شول، د خپلو پوښتنو د مطرح کولو فرصت ورکړل شو، او ټولو پوښتنو ته قناعت‌ بښوونکي ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS